له دې وروسته هېڅ ډاکتر د شفري نخسو لیکولو اجازه نه لري

10 میزان 1401 ساعت 8:39

د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې له دې وروسته هېڅ ډاکتر له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ، د شفري نسخو د لیکلو اجازه نه‌ لري.


د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې له دې وروسته هېڅ ډاکتر له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ، د شفري نسخو د لیکلو اجازه نه‌ لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ډاکترانو له خوا درملتونونو ته د شفری نخسو لیکل غیرقانوني عمل دی.

وزارت ویلي، چې ډېر ژر به اړونده ادارو ته په رسمي او مکتوبي شکل دا خبر ورکړل شي.

د روغتیا وزارت دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې افغانان شکایت کوي، ډاکتران له درملتونو سره د خپلو اړیکو له مخې، شفري نسخې لیکي چې دا درمل بیا په نورو درملتونونو کې نه پیدا کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154797

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154797/

جمهور
  https://www.jomhornews.com