د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر ويلي چې امنيتي اندېښنې د دې سبب شوې چې افغانانو ته د ويزو ورکړه له خنډونو سره مخ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هندو ورځپانې ليکلي، ښاغلي شنکرپرون د پورته کېدونکي هند او نړۍ په نوم يوې غونډې ته د وينا پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.
جي شنکر ویلي، تېر کال يې کابل کې ډيپلوماټيک حضور کمرنګی شو او د ويزو ورکړه له دې کبله له خنډونو سره مخ ده چې دوی د لوجستيکي ستونزو له کبله د ويزو اخيستونکو د هويت په تړاو ډاډ نه شي حاصلولی.
نوموړي ډاډ ورکړ چې افغانان دې حوصلې نه بايلي بلکې له زغمه دې کار واخلي، ځکه په وينا يې چې د هند حکومت د لږ ډاډ له ترلاسه کولو وروسته د ويزو ورکړه بيا پيلوي.
په ورته مهال نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت بيا وايي، هند کې هېڅ داسې ترهګريز او امنيت ضد عمل نه دی شوی چې افغان وګړي پکې لاس ولري.
د سفارت د چارواکو په خبره چې افغانانو ته د ويزو د نه ورکړې لپاره نوي ډيلي تر دې مهاله قانع کوونکی دليل نه دی ور وړاندې کړ.
د يادونې وړ ده چې هند هر کال افغان ځوانانو ته په زرګونو تحصيلي بورسونه ورکول، خو سږ کال يې دا بورسونه هند کې مېشتو افغانانو ته ورکړل.
د دې کار لامل دا ښودل شوی چې نوي ډيلي افغانانو ته د نويو ويزو ورکړه ځنډولې او هغوی چې تېر کال يې تحصيلي بورسونه ترلاسه کړي دي، لا هم بې برخليکه ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د هند په ۷۰ پوهنتونونو کې ۱۴ زره افغانان پر زده کړو بوخت دي.
د دوی لویه برخه له دې کبله چې بيا به هند ته د تګ لاره ونه مومي، له تېرو دوو کلونو راهيسې خپلو کورونو ته نه دي راستانه شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل