۰

د کاج تعلمي مرکز له قربانیانو سره دوه نیم میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

دوشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۴۴
د کورنیو چارو وزارت د رهبری یو لوړ پوړی پلاوی پلازمېنه کابل کې د وړمې ورځې د کاج رونیز مرکز چاودنې قربانیانو کورنیو ته د تسلیت لپاره ورغلی وو.
د کاج تعلمي مرکز له قربانیانو سره دوه نیم میلیونه افغانۍ مرسته وشوه
د کورنیو چارو وزارت د رهبری یو لوړ پوړی پلاوی پلازمېنه کابل کې د وړمې ورځې د کاج رونیز مرکز چاودنې قربانیانو کورنیو ته د تسلیت لپاره ورغلی وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت مرستیال زین الله عابر کوله د قربانیانو پوښتنه وکړه او د دوی کورنیو ته یې تسلیت و وایه.

د کورنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ، ورسره یې د دوه نیم ملیون افغانیو مرسته وکړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د هر وژل شوي کورنۍ ته یو یو لک او زخمیانو سره ۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د یاد وزارت مرستیال زین الله عابر دغه برید دسیسه وبلله او زیاته یې کړه چې دافغانستان دښمنان غواړي دافغانانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.

د یادونې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي کې په کاج ښوونیز مرکز برید کې ۴۵ تنه شهیدان او ۶۰ ټپيان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي