بهر ته د افغان توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی

11 میزان 1401 ساعت 12:38

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي، چې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت افغان توکي بهر ته صادر شوي دي.


د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي، چې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت افغان توکي بهر ته صادر شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له ګاونډیو هېوادونو سره د شویو هوکړو له مخې چین ته د افغانستان صادراتي توکو ٩٨ سلنه او پاکستان ته ١٢ سلنه ګمرکي معافيت ترلاسه کړى دى.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي دغه راز، په بنسټیزو او پراختیایي پروژو کې د پانګونې د جلبولو لپاره کورني ونډوال شرکتونه رامنځته شوي، د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره څه باندې ۱۲۷ میلیون ډالره پانګونه جذب شوې او دغه راز کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته څه باندې ۶۳۰۰ د سوداګرۍ او پانګونې جوازونه وېشل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154844

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com