د ډالرو بله کڅوړه مرکزي بانک ته رسېدلې ده

11 میزان 1401 ساعت 14:49

مرکزي بانک اعلان کړیو چې د نړیوالې ټولنې د بشردوستان نغدي مرستې لړۍ په ترڅ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه افغانستان ته رسېدلې ده.


مرکزي بانک اعلان کړیو چې د نړیوالې ټولنې د بشردوستان نغدي مرستې لړۍ په ترڅ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه افغانستان ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بانک نن دوشنبې د تلې ۱۱ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه مرسته یوه سوداګریز بانک ته ورکړل شوې ده.

مرکزي بانک د نړیوالو د دغه مرستې څخه مننه او هرکلی کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

دغه بانک ټینګار کړی، چې دوی هڅه کوي تر ټولو ښه بانکي خدمات خلکو ته وړاندې کړي او له ټولو مالي موسساتو او نړیوال بانک سره د اصولو او مقرراتو پر بنسټ چلند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154850

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154850/

جمهور
  https://www.jomhornews.com