کرزي د یوناما له مشر سره لیدلي، ښوونځي د ژر پرانستل شي

11 میزان 1401 ساعت 14:57

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال او د یوناما له سرپرست ښاغلي مارکُس پوتزل سره وکتل.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال او د یوناما له سرپرست ښاغلي مارکُس پوتزل سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې د دې ترڅنگ چې د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وشوې، په کابل کې پر کاج روزنیز مرکز د تروریستي برید په کلکه غندنه وشوه او یو وار بیا د نجونو د ښوونځیو پر سملاسې پرانیستو تاکید وشو.
 
د ښاغلي کرزي دفتر پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، ښاغلي کرزي همداراز په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو ترمنځ د ملي دیالوگ پر ژر تر ژره پیلیدو ټینگار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154851

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154851/

جمهور
  https://www.jomhornews.com