بې اسنادو موټرو ته د اسنادو د ورکړې یو مرکز پرانستل شو

12 میزان 1401 ساعت 7:07

د ترانسپورټ وزارت بې اسنادو موټرو ته د اسنادونو د وېش پروسې د چټکولو لپاره د کابل په ګمرک کې ځانګړی مرکز پرانيستی دی.


د ترانسپورټ وزارت بې اسنادو موټرو ته د اسنادونو د وېش پروسې د چټکولو لپاره د کابل په ګمرک کې ځانګړی مرکز پرانيستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه مرکز د پرانيستې طرحه د ترانسپورټ او ماليې وزارتونو او دغه راز د ترافيکو د لوی رياست له لوري په ګډه جوړه شوې وه چې د کابينې تر منظورۍ وروسته عملي شوې ده.

د ترانسپورټ وزارت د ترانسپورټي خدمتونو د تنظيم او عرضې رييس جاويد فيضي ويلي چې په ياد مرکز کې به ټولو بې اسنادو موټرو ته ترانسپورټي او ترافيکي اسناد ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده چې پخوا بې اسنادو موټرو ته د ترانسپورټي او ترافيکي اسنادو د اخيستلو پروسه خورا اوږده او پېچلې وه چې له کبله يې ډيرو خلکو د دغو اسنادو اخيستلو ته زړه نه ښه کاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154855

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154855/

جمهور
  https://www.jomhornews.com