اوچا له افغانانو سره د مرستو په خاطر ۳ سوه میلیون ډالره مرسته کړې

12 میزان 1401 ساعت 7:12

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق روان کال بشري مرستندویه شریکانو ته نږدې درې سوه میلیونه ډالره ورکړي دي.


د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق روان کال بشري مرستندویه شریکانو ته نږدې درې سوه میلیونه ډالره ورکړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، دغه مرستې د هغو میلیونونو افغانانو لپاره دي، چې د ژوند ژغورلو لپاره پر بشري مرستو متکي دي.

د اوچا په وینا مرستندویه شرکیان به د افغانانو د ژوندي پاتې کېدو لومړنۍ مرستې ورسوي.

اوچا ویلي چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق د امریکا د بسپنې ۱۰۷ میلیونه ډالره د ژمنیو مرستو لپاره ازادې کړي دي.

یادې ادارې ویلي چې دغه مرستې به مخکې له دې چې سخت ژمۍ پیل شي، د خلکو د کورونو د ترمیم، کمپلو، ګرمو جامو او د سوند توکو په برخو کې له خلکو سره پر مرستو ولګول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154856

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154856/

جمهور
  https://www.jomhornews.com