کندهار ته د بهرنيو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی

12 میزان 1401 ساعت 13:58

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه ولایت ته ګڼ شمېر بهرنیو سیلانیانو مخه کړې ده.


د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه ولایت ته ګڼ شمېر بهرنیو سیلانیانو مخه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي د سیلانیانو د زیاتوالي لامل د کندهار لرغونتوب او ډاډمن امنیت ښودلی دی.

نوموړی زیاته کړې هڅه کوي چې دغه ولایت ته لا ډېر سیلانیان جذب کړي څو له یوې خوا د افغانستان د فرهنګ پالنه وشي او له بلې خوا سیاحت د سیمې خلکو ته په عایداتي سرچینه بدل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154873

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154873/

جمهور
  https://www.jomhornews.com