۰

ایران په ۳ ورځو کې کابو ۴ زره افغان کډوال را ایستلي

چهارشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۴۲
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېيو ورځو کې له ایران څخه څه باندې ۳۷۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي دي.
ایران په ۳ ورځو کې کابو ۴ زره افغان کډوال را ایستلي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېيو ورځو کې له ایران څخه څه باندې ۳۷۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، له دې ډلې څه باندې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.

له یاد وزارت څخه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون له ایران څخه د هرات د اسلام کلا بندر له لاری ۱۵۹۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۵۷۷ کسان په جبري او ۱۰۲۱ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، له دغو کسانو ۲۵۸ یی د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍ وال سازمان  ته ورپېژندل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د تلې په نهمه او لسمه نېټه د نیمروز د ورېښمو پل له لارې هم ۲زره ۱۳۷ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي