کابل کې احمدي مارکېټ اور اخیستی

13 میزان 1401 ساعت 8:19

د پلازمېنې کابل د دریمې حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د احمدي په نوم د جامو پلورلو یوه مارکېټ اور اخیستی دی.


د پلازمېنې کابل د دریمې حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د احمدي په نوم د جامو پلورلو یوه مارکېټ اور اخیستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه مارکېټ کې اور لګېدنه نن چهارشنبې د تلې ۱۳ مه سهار ۸:۳۰ بجې رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه پورې د اور رامنځ ته کېدو لامل نه دی په ګوته شوی او نه یې هم د زیان په اړه معلومات شته، خو د اور وژنې املې ځان سیمې ته رسولی تر څو اور مړ کړي.

په دغه مارکېټ کې اور لګېدنه اوس هم دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154892

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154892/

جمهور
  https://www.jomhornews.com