د روسیې څخه د تېلو لومړۍ جوپه افغانستان ته رارسېدلې

13 میزان 1401 ساعت 9:21

د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، له روسیې څخه د پېرل شویو تېلو لومړۍ جوپه افغانستان ته رسېدلې ده.


د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، له روسیې څخه د پېرل شویو تېلو لومړۍ جوپه افغانستان ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له روسيې څخه د تيلو په وارداتو سره به افغانستان کې د تيلو قيمت سم نيمايي ته راکښته شي.
 
ښاغلي الکوزي وايي، دویمه غوښتنه یې د ده، چې پمپونو والو دې ییوزلو هېوادوالو باندی رحم وکړۍ او په لوړه بیه یې د نه پلوري.

د یادونې ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت څه موده وړاندې له روسیې سره د تېلو او خوراکي توکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون پر اساس به هر کال له روسیې څخه دوه لکه ټنه ډیزل او پطرول او دغه راز دوه لکه ټنه غنم افغانستان ته وارېدېږي.

له روسیې سره تر تړون او افغانستان ته د دغه توګو له را رسېدو سره سم په بازارونو کې د تېلو او ځينو لومړنیو خوراکي توکو، لکه اوړو، وریجو او غوړیو بیې راټیټې شوې دي.

خلک د بیو راټیټېدو ته خوښ دي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې په دې برخه کې لا ګړندي ګامونه پورته کړي.

دغه راز خلک له اسلامي امارت څخه دا غوښتنه هم لري، چې په کور د ننه د تېلو او لومړنیو خوراکي توکو د احتکار مخه ونیسي او بیې نورې هم کنټرول کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154896

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154896/

جمهور
  https://www.jomhornews.com