سور صلیب:

یوازې په مرستو نه کېږی، افغانستان کې پانګونې ته اړتیا ده

14 میزان 1401 ساعت 8:20

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، که له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې ونه شي، نو حالت به لا ترینګلی شي.


په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، که له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې ونه شي، نو حالت به لا ترینګلی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، چې په افغانستان کې یوازې په بشري مرستو ستونزې نه حل کېږي، بلکې په دې هېواد کې پراخې پانګونې ته اړتیا ده.
 
سور صلیب وايي، لوږه د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی، لسګونه زره کسان بې دندو شوي او د ژوند اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونو سره مخ دي.
 
سرچینې پر خپله ټوېټر پاڼه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د نور خرابېدو مخنیوي لپاره “پانګونې ته اړتیا ده.
 
د کار د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، په تېره یوه کال کې نږدې یو میلیون خلک بې دندو شوي دي او د روزګار د نشتوالي کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
 
سور صلیب دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې په افغانستان کې ژمی په رانږدې کېدو دی او وېره دا ده چې ښايي د تېر کال پرتله سږ کال نړیوال مرستې کمې وي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154917

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154917/

جمهور
  https://www.jomhornews.com