امریکا: هېڅوک تمه نه کوي، چې موږ به بیا په افغانستان کې پوځي مداخله وکړو

14 میزان 1401 ساعت 8:57

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدا فیره کارین دیکر وايي، دا تمه دې هڅوک نه کوي، چې امریکا به بیا په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي.


د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدا فیره کارین دیکر وايي، دا تمه دې هڅوک نه کوي، چې امریکا به بیا په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن دیکر ټینګار کړی، چې هېواد به یې په هېڅ صوریت بیا په افغانستان کې پوځي مداخله ونه کړي.

هغې ویلي«د دې هېڅ امکان نه ‌شته چې امریکا په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي. هیڅوک باید د داسې اقدام تمه ونه ‌لري.»

نوموړې زیاته کړې، چې دوی به دیپلوماتیکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

مېرمن دیکر ویلي«موږ ټولو دیپلوماتیکو هلوځلو ته دوام ورکوو چې طالبان د خلکو ژوند ته د درناوي، انساني کرامت او بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي»

د امریکا شارژدافیره وايي، هڅه کوي چې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي څو هغوی د ټولو افغانانو ساتنه وکړي او د افغانستان د ټولو وګړو امنیت خوندي کړي.

دا زیاتوي، ښوونځیو ته د ټولو نجونو تګ او د ټولو افغانانو لپاره د امنیت ټینګښت هغه دوې مسلې دي چې له طالبانو سره پرې خبرې کېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ویلي، طالبان باید د رسمیت پېژندلو لپاره بشري حقونو او د ټولو افغانانو اساسي ازادیو ته درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154921

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154921/

جمهور
  https://www.jomhornews.com