کابل کې د پرونۍ چاودنې مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته رسېدلې

14 میزان 1401 ساعت 9:13

امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کورنیو چارو وزارت ته څېرمه یوه جومات کې چاودنې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کورنیو چارو وزارت ته څېرمه یوه جومات کې چاودنې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون چهارشنبې د تلې ۱۳ مه ماسپښین یوه نیمه بجه د لمانځه پر مهال کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه فرعي جومات کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په دغه چاودنه کې څلور تنه شهیدان شوي او ۲۵ نورټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې په اړه پلتنې روانې دي او جزیات به یې وروسته له رسنیو او ولس سره شریک کړي.

کابل کې د ایمرجنسي روغتون هم ویلي، چې دوی ته د پېښې له ځایه دوه جسدونه او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج په نوم ښوونیز مرکز کې هم چاودنه وشوه او تر سلو زیاتو زده کوونکو ته چې نېږدې ټولې یې نجونې وې مرګ ژوبله واړوله.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 154924

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154924/

جمهور
  https://www.jomhornews.com