دوه انسان تښتونکي وژل شوي او دوه تنه ترې راخوشي شوي دي

14 میزان 1401 ساعت 10:09

استخباراتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې پر یوه کور چاپه وهلې، چې پر مهال یې دوه انسان تښتونکي وژلي او د هغوی له منګولو یې دوه برمته شوي کسان راخوشي کړي دي.


استخباراتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې پر یوه کور چاپه وهلې، چې پر مهال یې دوه انسان تښتونکي وژلي او د هغوی له منګولو یې دوه برمته شوي کسان راخوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه انسان تښتوونکو دغه کسان څو میاشتې وړاندې تښتولي او د کابل ښار په یوه څنډه کې یې په یوه کور کې ساتلي وو.

استخباراتي ځواکونو د معلوماتو تر لاسه کولو سره سم پلټنې پیل کړې وې، چې باالاخره یې د تښتول شویو کسانو د ساتلو ځای موندلی دی.

د استخباراتو لوی ریاست وايي، د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته یې په دغه کور عملیات کړي او دواړه برمته کسان یې ترې روغ رمټ راخوشي کړل.

سرچینې زیاته کړې، د عملیاتو پر مهال دوه انسان تښتونکو په مقاومت او برید لاس پورې کړی و، چې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

له برمته شویو کسانو یو تن چې حاجي معلم نومېږي وايي، تښتونکو ورڅخه سلګونه زره امریکايي ډالر غوښتل، خو د اسلامي امارت ځواکونو په عملیاتو کې وژغورل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154930

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154930/

جمهور
  https://www.jomhornews.com