کاناډا: له طالب چارواکو سره تعامل ته دوام ورکوو

14 میزان 1401 ساعت 10:21

سي بي سي په نوم نشراتي ادارې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دوی به د افغانستان د اوسني حکومت له چارواکو سره غیر رسمي تعامل ته دوام ورکړي.


سي بي سي په نوم نشراتي ادارې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دوی به د افغانستان د اوسني حکومت له چارواکو سره غیر رسمي تعامل ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې دا هم ویلي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو تر اوسه پورې کاناډيي چارواکو ۱۳ ځلې له طالب مشرانو سره کتلي او ناستې یې کړې دي.

که څه هم دغه ادارې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، لوړپوړو کاناډايي چارواکو دوحه کې له طالب مشرانو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي، چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي، له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او له افغانستانه وتونکو کسانو ته لار برابره کړي.

سرچینې زياته کړې چې د کاناډا حکومت د دې غونډو په تړاو د معلوماتو له خپرولو ډډه کړې، خو د بهرنيو چارو وزارت سي بي سي ته منلې چې استازي يې له ط البانو سره غير رسمي تعامل جاري ساتلی او هڅه کوي چې له دې لارې يې د بشري حقونو درناوي ته وهڅوي.

سرچينې پر يوه سند په استناد سره ادعا کړې چې طالب چارواکو په يوه ناسته کې له کاناډايي پلاوي غوښتي وو چې د ۲۰۰ زرو ښځينه ښوونکو د معاش ورکړه پر غاړه واخلي.

سند کې دا هم په ډاګه شوې چې طالب چارواکو په کابينه کې د مېرمنو نشتون ستونزه بللې، خو ويلي يې دي چې دا ستونزه ډېره لویه نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا د عدلیې وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، هېواد یې هڅه کوي، افغانستان کې د کاناډيي موسیسو حضور ته لار برابره کړي.

د کاناډا د عدلیې وزیر ډیویډ لمېټي ویلي، دوی تر اوسه نه دي توانېدلي، چې د دغه ستونزو د حل لپاره په تېر یوه کار کې کومه لار ومومي.

د هغه په وینا دوی د کاناډايي موسسو شتون له افغانانانو سره د مرستو لپاره مهم بولي نو ځکه له خپل حکومت نه غواړي، چې مرستو ته د زمینې برابرولو لپاره په قانون کې تغیرات راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 154931

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com