افغان امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش پر دوه پټنځایونو عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې شپږ داعشیان او یو امنیتي سرتېری وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ځانګړو امنیتي ځواکونو د داعش د یوه ګروپ پر ضد عملیات کړي او دوه داعشیان یې ژوندي نیولي دي.
د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغه دوه داعشیانو تر نیول کېدو وروسته د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند سیمه کې د داعش یو پټنځای کشف او عملیات پرې تر سره شول.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د داعش مرکز له منځه وړل شوی او شپږ داعشیان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
ښاغلی مجاهد وايي، دغه داعشیانو په وزیر اکبر خان کې پر مسجد، دشت برچي کې د کاج پر ښوونیز مرکز په بریدونو او ځینو نورو جنایاتو کې هم لاس درلود.
د حکومت ویاند زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د داعشیانو څخه یوه اندازه وسلې، لاسي بمونه، چاودېدونکي توکي او یو عراده کرولا موټر هم تر لاسه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل