سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پکتیا ولایت کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله څلور ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په مري خېلو سیمه کې شوې ده.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ماشومانو د هاوان ناچاودنې مرمۍ موندلې، چې لوبې یې پرې کولې او اور یې وراچولی وو.
سرچینې زیاته کړې، د اور له امله مرمۍ چاودنه کې کړې، په ترڅ کې یې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپي ماشومان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل