افغان کرکټ لوبډلې نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه وبایلله

1 عقرب 1401 ساعت 8:33

د کرکټ ۲۰۲۲ کال نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د انګلستان لوبډلې ته وبایلله.


د کرکټ ۲۰۲۲ کال نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د انګلستان لوبډلې ته وبایلله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبې چې استرالیا کې پیل شوې پرون شنبې د تلې ۳۰ مه افغانستان له انګلستان سره د لوبې ډګر ته ووت.

پچه انګلیس لوبډلې وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې افغان لوبډلې د ۱۰ واړه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۲ منډې وکړې او ۱۱۳ هدف یې سیالي لوبډلې ته وټاکه.

د افغانستان توپ وهنه ښه نه وه، له ابراهیم ځدران او عثمان غني پرته چې تر دواړو تر ۳۰ پورته منډې وکړې، نو ټول لوبغاړي تر ۱۰ په کم منډو وسوځېدل.

د لوبې دویمه پاڼۍ کې د افغانستان توپ اچونه په زړه پورې وه، خو بیا یې هم په توپ نیونه کې ډېرې تېروتنې وکړې، چې له امله یې څلور کېچونه هم ډراپ شول.

انګلیس لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۷ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او لوبه یې په خپل نوم کړه.

د یادونې ده، چې د افغانستان دویمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له نیوزیلنډ سره ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155280

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155280/

جمهور
  https://www.jomhornews.com