۰

تخار کې د یوه قوماندان په ګډون ۴ داعشیان وژل شوي دي

یکشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۰
کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو تخار ولایت کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات کړي او د یوه مهم قوماندان په ګډون یې څلور داعشیان وژلي دي.
تخار کې د یوه قوماندان په ګډون ۴ داعشیان وژل شوي دي
کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو تخار ولایت کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات کړي او د یوه مهم قوماندان په ګډون یې څلور داعشیان وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۷ قول اردو د لومړۍ لوا د ارکان رییس قاري امین الله طیب وايي، ځانګړو امنیتي ځوااکونو پرون د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په ورته ظلم کلي کې د داعش پر پټنځای عملیات وکړل.

نوموړي زیاته کړې، چې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش د دوه جګپوړو غړو په ګډون څلور داعشیان وژل شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي، چې په دغه عملیاتو کې د داعش د یوه مهم قوماندان په ګډون څلور داعشیان وژل شوي دي.

د ټکور په وینا وژل شوی داعشي قوماندان فاروق نومېږي او په عملیاتو کې د دوی پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو وړمه ورځ د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هم د دوه داعشیانو تر نیول کېدو وروسته د داعش پر یوه پټنځای عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې شپږ داعشیان و وژل شول او د هغوی یوه اندازه وسلې، مهمات او یو کرولا موټر د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلل.

دا هغه داعشیانو و، چې د وزیر اکبرخان په جومات او دشت برچي کې یې د کاج په نوم ښوونیز مرکز په بریدونو کې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي