۰

په تېر یوه کال کې ۵۵۶ تنو ته په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۹
د ماین پاکونې او همغږۍ، انسجام ریاست وايي، په تېر یوه کال کې ۵۵۶ تنه چې ډېری یې ماشومان دي په افغانستان کې وژل شوي یا ټپيان شوي دي.
په تېر یوه کال کې ۵۵۶ تنو ته په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده
د ماین پاکونې او همغږۍ، انسجام ریاست وايي، په تېر یوه کال کې ۵۵۶ تنه چې ډېری یې ماشومان دي په افغانستان کې وژل شوي یا ټپيان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ماین پاکونې او د همغږۍ د انسجام رییس نورالدین رستم خېل وايي، له یوه کال راهیسې په دغه ډول چاودنو کې څه باندې ۵۵۶ کسانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۱ پېښو کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

رستم خېل وايي، لا تر اوسه په دې برخه کې ورسره بهرنۍ مرستې نه دي شوي.

نوموړی وايي، له یوه کال راهیسې څه باندې ۸۶ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او نا چاودو توکو پاکه شوې او لا هم ۶۰۰ کیلومتر مربع نوره ځمکه ماین پاکۍ ته اړتیا لري.

جمهورخبري آزانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي