نن او سبا ۱۹ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی دی

14 عقرب 1401 ساعت 13:07

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.


د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن شنبې د لړم ۱۴ مه په یوه خبرباڼه کې ویلي، چې نن او سبا یکشنبې د لړم ۱۵ مه د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ورښت وي.

خبرپاڼه کې بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، غزنی، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، لغمان، کنړاو نورستان ولایتونو کې دي سالنګونو په شمول د سیلابونو پیښېدو امکان شته.

سرچینې په دغه ولایت کې د اورښت کچه په بېلابېلو نقاطوکې (۱۰څخه تر۳۰) ملي مترو او همدارنګه د واورې کچه په بېلابېلو نقاطو کې (۱۰ څخه تر۲۰) سانتي مترو اټکل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 155568

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155568/

جمهور
  https://www.jomhornews.com