لغمان کې ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي دي

14 عقرب 1401 ساعت 13:28

په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.


په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي وايي، دغه پېښه نن شنبه د لړم ۱۴ مه د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په «کیل» سیمه کې د یو صرف موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا په مړو شوو کسانو څلور تنې ښځې هم شامل دي او ټپي شوي کسان د لغمان ولایت روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

د یادونې ده، چې نن د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې هم په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 155569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com