بدخشان کې زلزله شوې، خو د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نشته

16 عقرب 1401 ساعت 10:45

سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت نسبتآ شدیدې زلزلې لړزولی خو تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت نسبتآ شدیدې زلزلې لړزولی خو تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې زلزلې نن دوشنبې د لړم ۱۶ مه څه باندې ۹ بجې د بدخشان ولایت شغنان ولسوالۍ کې شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، د دې ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د شدیدې زلزلې راپور ورکړل شوی. تر دې مهاله د دې زلزلې د تلفاتو په اړه معلومات نه‌دی ورکړل شوي.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې مرکز د رېښتر په کچه د ۵٫۴ زلزلې راپور ورکړی او مرکز یې د دې ولایت په جرم ولسوالۍ کې ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 155608

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155608/

جمهور
  https://www.jomhornews.com