افغان کارت دولتي شرکت وايي، د کندهار ۲۰ ټنه انار یې په مستقیم ډول روسیې ته صادر کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شرکت رییس سید محمد قسیم ابراهیم نن پشنبې د لړم ۲۶ مه ویلي، دغه اندازه انار نن د ځمکې له لارې روسیې ته ولېږل شول.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی، خو زیاته کړې یې ده، چې د دوی شرکت له روسیې، د غنمو، تېلو او ځینو نورو توکو د واردولو تړونونه کړي، چې ډېر ژر به یې د رالېږد چارې پیل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل