ناروې له افغانستان سره د ۲۲ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه

28 عقرب 1401 ساعت 11:03

د ناروې حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد به د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک له لارې د افغانستان لپاره د خوراکي توکو د خوندیتوب او بنسټیزو خدمتونو د کچې لوړولو په موخه ۲۲ میلیونه ډالره نوره مرسته وکړي.


د ناروې حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد به د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک له لارې د افغانستان لپاره د خوراکي توکو د خوندیتوب او بنسټیزو خدمتونو د کچې لوړولو په موخه ۲۲ میلیونه ډالره نوره مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناروې حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانان له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي او په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزات ویلي، نوې مرستې به د روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.

سرچینې زیاته کړې، ډېری افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب، بېکارۍ او بې وزلۍ سره مخ دي او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155870

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155870/

جمهور
  https://www.jomhornews.com