د افغانستان د هوايي حریم عواید زیات شوی دي

29 عقرب 1401 ساعت 8:40

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، دوی د افغانستان له هوايي حریم څخه د عبور کوونکې هرې نړیوالې الوتنې څخه ۷۰۰ ډالره حق العبور اخلي.


د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، دوی د افغانستان له هوايي حریم څخه د عبور کوونکې هرې نړیوالې الوتنې څخه ۷۰۰ ډالره حق العبور اخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، چې د مختلفو هېوادنو الوتنې د افغانستان له فضا نه عبوري پروازونه ترسره کوي.

دوی تمه لري چې په را روانو شپږو میاشتو کې له دې مسیر څخه د ورځې تر ۳۰۰ الوتنې وشي.

د هېواد خصوصي سکټور هم له هوايي حریم نه د پروازونو زیاتولی د هېواد اقتصاد لپاره مهم بولي او هیله څرګندوي چې د ترانسپورټ لخوا نه د افغانستان په هوايي حریم کې نور هم نړیوالو پروازونو ته اسانتیا وې برابرې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155891

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155891/

جمهور
  https://www.jomhornews.com