د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملياتي مشر کابل ته راغلی دی

29 عقرب 1401 ساعت 10:42

د سره صلیب نړیوالې کمېتې عملیات مشر مارتين شویپ له افغان چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغلی دی.


د سره صلیب نړیوالې کمېتې عملیات مشر مارتين شویپ له افغان چارواکو سره د خبرو په موخه کابل ته راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شویپ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د خلکو ژوند خورا اغېزمن شوی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملياتي مشر مارتین شویپ له خپلو پورتنیو څرګندونو سره د يادې ادارې يوه لنډه وېډيو هم خپرې کړې چې پکې د افغانستان اوسنی وضیعت تشریح شوی دی.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې ۲۴٫۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري، ۹٫۲ میلیونه کسان د لسیزو جګړو له امله په کور دننه بېځایه شوي، نږدې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي او زرګونو کسانو دندې له لاسه ورکړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155903

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155903/

جمهور
  https://www.jomhornews.com