ملا برادر: چین په افغانستان کې تخریبي پلان نه لري

30 عقرب 1401 ساعت 9:05

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي چین په افغانستان کې تخریبي پلان او له غرضه ډکه سیاسي اجنډا نه لري او نه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.


د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي چین په افغانستان کې تخریبي پلان او له غرضه ډکه سیاسي اجنډا نه لري او نه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د چین او سویلي اسیا هېوادونو د صادراتو او وارداتو د شپږم نندارتون په پیل کې په انلاین بڼه کړې دي.

نوموړي ویلي، متقابل تعامل د نړۍ اقتصاد ته ګټه رسوي.

ښاغلي برادر زیاته کړې، افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا د نښلولو لپاره د نقطې په توګه بشپړ چمتووالی لري او د افغانستان په پولو کې د سوداګرۍ او سیمییز ترانزېټ لپاره مناسبه فضا برابره او امکانات هم شتون لري.

د هغه په وینا په افغانسان کې د امنیت تینګښت او د جګړې پای ته رسېدل هغه موارد ښودلي چې له مخې اوس افغانستان د پانګونې، سیمییز اتصال او د هېوادونو تر منځ د همکارۍ لپاره چمتو شوی دی.

دی وايي، د متقابل تعامل پر بنسټ د اړیکو او همکاریو پياوړتیا به د نړۍ د اقتصاد لپاره ګټوره وي.

د چین او سویلي اسیا هېوادونو په شپږم صادراتي او وارداتي نندارتون کې نهه افغاني شرکتونو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155917

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155917/

جمهور
  https://www.jomhornews.com