کابل ته د ۴ سوه زره ډبرو سکرو د لېږد لړۍ پیل شوه

1 قوس 1401 ساعت 11:25

د افغانستان د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د پرېکړې سره سم کابل ښار ته د 400زره ټنو ډبرو سکرو د لېږد لړۍ پیل شوې ده.


د افغانستان د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د پرېکړې سره سم کابل ښار ته د 400زره ټنو ډبرو سکرو د لېږد لړۍ پیل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد معینیت وايي، دا لړۍ روانه او په ټاکل شویو 32 ساحو کې یې د ځای پر ځای کېدو چارې په عملي ډول پیل شوې.

د سرچینې په وینا دا پروسه چې د ژمي په رارسېدو سره د کابل ښار کې د سون‌توکو بیو د کنټرول په موخه د ټاکل شوې کمېټې له پرېکړې سره سم یې د لېږد چارې اتو شرکتونو ته سپارل شوې وې، اوسمهال کابل ته رارسېدلي او د کابل 32 ټاکلو ساحو کې یې د ځای پر ځای کېدو چارې عملآ پیل شوې.

د یادونې وړ ده چې د مایع ګازو د بیو کنټرول او احتیاطي زېرمو درلودلو په موخه د خصوصي سکتور او د ګازو او نفتو دولتي شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمېټې له لوري ځانګړي احتیاطي تدابیر هم په پام کې نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 155948

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155948/

جمهور
  https://www.jomhornews.com