اوچا:۲۴ میلیونه افغانان بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري

3 قوس 1401 ساعت 9:12

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اوچا زیاته کړې، سږ کال واوره له وخت وړاندې شوې او افغانستان کې کورنۍ له سختې سړې هوا سره مخ دي.

د سرچینې په وینا، افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه او ۴۰۰زره کسان بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی، چې دغه کسان په یوې ناهیلۍ کې ژوند کوي.

اوچا وايي، د توکو د بیو لوړوالي سره هم‌مهاله د ۲۴ میلیونه افغانانو اړتیا ډېره شوې او دوی په بېړنۍ توګه ګرمو جامو، سرپناه او د ځانونو د ګرمېدو لپاره نغدو پیسو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155979

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155979/

جمهور
  https://www.jomhornews.com