محکمه:

د هالنډي ځواکونو په هوايي برید کې د وژل شویو افغانانو تاوان باید ورکړل شي

3 قوس 1401 ساعت 9:14

په هالنډ کې یوې محکمې پرېکړه کړې ده، چې په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو هغه هوايي برید غیر قانوني و،‌ چې په ۲۰۱۷ کال کې یې کړی و.


په هالنډ کې یوې محکمې پرېکړه کړې ده، چې په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو هغه هوايي برید غیر قانوني و،‌ چې په ۲۰۱۷ کال کې یې کړی و.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د محکمې د حکم پر اساس د دغه هوایي برید قربانیانو ته باید تاوان ورکړل شي.

دغه برید د ۲۰۱۷ کال د جون په ۱۷م سهار د ارزګان د چورې په ولسوالۍ کې شوی و.

د محکمې په اسنادو کې راغلي چې څلورو افغانانو په دې اړه د هالنډ د حکومت په ضد عریضه کړې وه.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس د هالنډ اف-۱۶ الوتکو ۲۸ بمونه د چورې په ولسوالۍ کې غورځولي وو، چې ۱۸ یې په «احاطه شویو» سیمو کې لګېدلي وو.

محکمه وايي، په دې برید کې ۱۸ تنه، چې د یو بل خپلوان وو، وژل شوي وو.

محکمې ویلي چې په دې اړه به په بلې غونډې کې پرېکړه وکړي چې د قربانیانو کورنیو ته دقیقا څومره تاوان ورکړل شي.

د هالنډ حکومت ویلي دي چې د محکمې په دې پرېکړې به غور وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com