لوګر کې په ۱۴ تنو شرعي حدود جاري شول

3 قوس 1401 ساعت 10:47

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لوګر ولایت کې پر درې مېرمنو او ۱۱ نارینه وو، چې په اخلاقي جرمنو نیول شوي و په عام محضر کې شرعي حدود جاري شول.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لوګر ولایت کې پر درې مېرمنو او ۱۱ نارینه وو، چې په اخلاقي جرمنو نیول شوي و په عام محضر کې شرعي حدود جاري شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دغه کسانو پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲ مه د لوګر ولایت د ځايي محکمې له خوا شرعي حدود جاري کړل شول.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس قاضي رفیع الله صمیم ویلي، دغه کسان د غلا او اخلاقي جرمونو په تور نیول شوي و، چې د محکمې له پرېکړې وروسته پرې شرعي حدود جاري شول.

د هغه په وینا یو کس ۳۹ دورې وهل شوي دي.

په لوګر کې پر دغه کسانو شرعي حکم وروسته له هغې تطبیق کېږي، چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده څو موده وړاندې له ټولو قاضیانو وغوښتل، چې شرعي حدود جاري کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 155991

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155991/

جمهور
  https://www.jomhornews.com