اسلامي امارت: د انزوا پالیسي کار نه ورکوي، نړیوال باید تعامل وکړي

5 قوس 1401 ساعت 9:22

د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي، چې د انزوا پالیسي لرې او له افغان حکومت سره تعامل وکړي.


د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي، چې د انزوا پالیسي لرې او له افغان حکومت سره تعامل وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت له دغه شورا غوښتي، چې د سرپرست حکومت پر چارواکو د سفر بندیزونه لرې کړي.

د افغان حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، د انزوا پالیسي به کار ورنه کړي او د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ واټن باید کم شي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفر معافیت نه دی تمدید شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156012

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156012/

جمهور
  https://www.jomhornews.com