اسلامي امارت پوتین ته!

د حکومت جوړول د افغانانو کورنۍ مسئله ده

5 قوس 1401 ساعت 9:33

د افغانستان اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.


د افغانستان اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین په وروستیو څرګندونو کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی خو اسلامي امارت دغه ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بولي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د پوتین څرګندونو ته غبرګون کې وايي، چې د حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ده.

ښاغلي کریمي ټینګار کړی، چې د حکومت جوړول د افغانانو کورنۍ مسئله ده او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې غوښتي، چې دا ډول مسئلې دې د اسلامي امارت له حکومت سره د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو له لارې وڅېړي.
 
د چارو شنوونکي هم د ځينو هېوادونو له خوا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتې او خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي.

د دوی په وینا لکه څرنګه چې افغانستان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو او د حکومتونو په جوړښت کې مداخله نه لري او نه یې کوي، دغسې نورو هېوادونو ته هم په کار ده، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلو ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156013

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156013/

جمهور
  https://www.jomhornews.com