۰
سورصلیب:

پراختیايي سازمانونه باید له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي

شنبی ۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۲
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس مارټین شویپ وايي، یوازې بشري سازمانونه نه شي کولی د افغانستان د اوسني بحران بار په اوږو واخلي بلکې پراختیایي سازمانونه هم باید لاس په کار شي او مرسته وکړي.
پراختیايي سازمانونه باید له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس مارټین شویپ وايي، یوازې بشري سازمانونه نه شي کولی د افغانستان د اوسني بحران بار په اوږو واخلي بلکې پراختیایي سازمانونه هم باید لاس په کار شي او مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شویف زیاته کړې، ژمی د ډېرو افغانانو لپاره لا له وړاندې پیل شوی چې د ډیرو خلکو اقتصادي وضعیت یې لا خراب کړی دی.

د هغه په وینا د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښيي او وايي، د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ او سینه‌ بغل پېښې مخ په زیاتېدو دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رسمي شمېرو له مخې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان په همداسې یو وضعیت کې دي چې خوراکي توکو او د سون توکو ته یې لاسرسی ورځ تر بلې سختېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي