سورصلیب:

پراختیايي سازمانونه باید له افغانستان سره مرستې ډېرې کړي

5 قوس 1401 ساعت 12:52

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس مارټین شویپ وايي، یوازې بشري سازمانونه نه شي کولی د افغانستان د اوسني بحران بار په اوږو واخلي بلکې پراختیایي سازمانونه هم باید لاس په کار شي او مرسته وکړي.


د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رییس مارټین شویپ وايي، یوازې بشري سازمانونه نه شي کولی د افغانستان د اوسني بحران بار په اوږو واخلي بلکې پراختیایي سازمانونه هم باید لاس په کار شي او مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شویف زیاته کړې، ژمی د ډېرو افغانانو لپاره لا له وړاندې پیل شوی چې د ډیرو خلکو اقتصادي وضعیت یې لا خراب کړی دی.

د هغه په وینا د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښيي او وايي، د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ او سینه‌ بغل پېښې مخ په زیاتېدو دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رسمي شمېرو له مخې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان په همداسې یو وضعیت کې دي چې خوراکي توکو او د سون توکو ته یې لاسرسی ورځ تر بلې سختېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com