۰

د فرانسې او تاجکستان مشرانو پر افغانستان خبرې کړې دي

یکشنبه ۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۲۰
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان په روانو حالاتو او په سیمه کې د هغو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.
د فرانسې او تاجکستان مشرانو پر افغانستان خبرې کړې دي
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان په روانو حالاتو او په سیمه کې د هغو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امام علي رحمان مطبوعاتي دفتر ویلی، دغه خبرې اترې د فرانسې په غوښتنه ترسره شوې او د افغانستان مسئلې د دواړو خواوو د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي.

په دې خبرو کې د افغانستان د راتلونکي پوځي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه د نظر تبادله شوې ده.

د تاجکستان او فرانسې ولسمشرانو د سیمې د امنیت د تامین لپاره د یوه مهم شرط په توګه د سولې او ثبات په لور د افغانستان د لارښوونې لپاره د ګډو لارو چارو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دواړو خواوو د سیمه ییز امنیت د تامینولو او د ترورېزم، افراطیت او د نشه یي توکو د قاچاق په ګواښونو او له هغې سره په ګډه د مبارزې په اړه خبرې هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي