د فرانسې او تاجکستان مشرانو پر افغانستان خبرې کړې دي

6 قوس 1401 ساعت 8:20

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان په روانو حالاتو او په سیمه کې د هغو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان په روانو حالاتو او په سیمه کې د هغو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امام علي رحمان مطبوعاتي دفتر ویلی، دغه خبرې اترې د فرانسې په غوښتنه ترسره شوې او د افغانستان مسئلې د دواړو خواوو د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي.

په دې خبرو کې د افغانستان د راتلونکي پوځي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه د نظر تبادله شوې ده.

د تاجکستان او فرانسې ولسمشرانو د سیمې د امنیت د تامین لپاره د یوه مهم شرط په توګه د سولې او ثبات په لور د افغانستان د لارښوونې لپاره د ګډو لارو چارو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دواړو خواوو د سیمه ییز امنیت د تامینولو او د ترورېزم، افراطیت او د نشه یي توکو د قاچاق په ګواښونو او له هغې سره په ګډه د مبارزې په اړه خبرې هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156038

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156038/

جمهور
  https://www.jomhornews.com