اسلامي امارت د قطر په همکارۍ له نړیوالو سره ښې اړیکې غواړي د قطر په همکارۍ له اسلامي هېوادونو او نړیوالو سره ښې اړیکې ولري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالکبیر دغه څرګندونې په افغانستان کې د قطر له سفیر سعید بن مبارک الخیرین سره په کتنه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، کابل غواړي د قطر په همکارۍ له اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره ښې اړيکې ولري، څو له افغانستان سره بشري مرستې نورې هم زياتې شي.
مولوي عبدالکبير ویلي، له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ترڅنګ، سرپرست حکومت غواړي په بېلابېلو برخو کې د امکان تر حده ښې اړیکې ولري.
هغه زیاته کړه، اوس مهال په افغانستان کې امنیت تامین دی، د تماس د کمېسیون له لارې د تېر حکومت ۳۸۰ لوړپوړي چارواکي افغانستان ته راستانه شوي او خپلې ورځنۍ چارې په خوندي ډول پرمخ وړي، خو ځینې متعصبې کړۍ دغه وضعیت برعکس څرګندوي.
په ورته وخت کې د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیرین ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
ښاغلي الخیرین په افغانستان کې د امنیت له تامین څخه خوښي ښودلې او له اسلامي امارت سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لا پراختیا ډاډ ورکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل