حامد کرزي بهر ته د سفر اجازه تر لاسه کړه

6 قوس 1401 ساعت 9:33

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ځینې نېږدې سرچینې تایید کړې، چې ښاغلي کرزي له هېواد بهر د سفر اجازه تر لاسه کړې ده.


پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ځینې نېږدې سرچینې تایید کړې، چې ښاغلي کرزي له هېواد بهر د سفر اجازه تر لاسه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې بي پي سي پښتو ته د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، چې ښاغلي کرزي ته له هېواده بهر د سفر اجازه ورکړل شوې ده.

ښاغلي کرزي ته نېږدې کسانو تر دې وړاندې څو ځلې ویلي، چې نوموړی له څو بهرنیو سفرونو راګرځول شوی دی.

خو اوس ویل کېږي، چې ښاغلی کری به په یوه شخصي سفر المان ته ولاړ شي، خو دا هم نه ده معلومه چې کله به ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156047

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156047/

جمهور
  https://www.jomhornews.com