د افغانستان نفوس ۴۱ میلیونه اټکل شوی دی

7 قوس 1401 ساعت 8:39

د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې په تازه سروې کې چې په دې وروستیو کې خپره شوې، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۱ میلیونه اټکل شوی دی.


د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې په تازه سروې کې چې په دې وروستیو کې خپره شوې، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۱ میلیونه اټکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغې ادارې ویلي، د افغانستان نفوس دا مهال په کال کې ۲.۲ سلنه زیاتیږي.

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه په کال کې د هېواد نفوس یو سلنه زیاتېدل منل شوی معیار ګڼل کیږي، خو د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان نفوس تر دې معیار دوه برابره چټک زیاتوالی مومي.

که څه هم ملګرو ملتونو د افغانستان یوه هر اړخېزه سرشمېرنه اعلان کړې، خو دغه سروې عملآ په افغانستان کې نه ده ترسره شوې.

یاده سروې تر ډېره د افغانستان په تړاو له نورو سرچینو او په تیرو څو کلونو کې د راټولو شویو شمېرنو پر بنسټ شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156073

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156073/

جمهور
  https://www.jomhornews.com