حنا رباني کهر په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته راځي

7 قوس 1401 ساعت 9:15

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر پلان لري.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر پلان لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هغې دغه راز په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعيت خبرداری ورکړی او ویلي، چې په دغه هېواد کې یوه بشري فاجعه د رامنځته کېدو په حال کې ده.

دغې لوړپوړې پاکستانۍ دیپلوماتې په ورته مهال د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو غوښتنه کړې او پر دغې پانګې د بندیزونو لرې کول يې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعيت د رغولو لپاره اړین ګڼلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156079

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156079/

جمهور
  https://www.jomhornews.com