د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان ځای پوخ شو

7 قوس 1401 ساعت 10:03

د له سریلانکا ملي لوبډلې سره د افغانستان د ملي لوبډلې د دویمې ۵۰ اوریزه سیالۍ د نومرو په وېشل کېدو سره افغان ملي لوبډلې وکولی شوای، چې نېغ په نېغ د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام ته ووځي او خپل ځای په کې پوخ کړي.


د له سریلانکا ملي لوبډلې سره د افغانستان د ملي لوبډلې د دویمې ۵۰ اوریزه سیالۍ د نومرو په وېشل کېدو سره افغان ملي لوبډلې وکولی شوای، چې نېغ په نېغ د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام ته ووځي او خپل ځای په کې پوخ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د کوالیفای کېدو رونډ کې افغانستان ټولټال ۱۴ لوبې تر سره کړې، چې ۱۱ یې کټلې، دوه یې بایللې او یوه یې مساوي کړې ده.

پرون د افغانستان او سریلانکار تر منځ دویمه پنځوس اوریزه لوبه وه، چې افغانستان پچه وکټله او د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۴۹ اور کې سیالي لوبډلې ته ۲۲۹ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان د توپ وهنې پاڼۍ تر پای ته رسېدو وروسته باران شروع شو، خو له لږ ځنډ وروسته لوبه بېرته پیل شوه او ۳ اور په پیل کې باران شدید او اوږد شو، چې له امله یې لوبه بې پایلې اعلان شوه.

د کرکټ د نړیوالې شورا د قانون له مخې د دغه لوبې ۱۰ نومرې نیمايي شوې، چې پنځه یې افغانستان او پنځه یې سریلانکا لوبډلې ته ورکړل شوې.

په دې سره افغانستان د کوالیفای روند په جدول کې د ۱۱۵ نومرو په درلودلو سره په ۷ مقام کې ځای لري او ویې کولی شول، چې مستقیمآ د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ور ووځي.

د یادونې ده، چې افغانستان یوه بله پنځوس اوریزه سیالي هم له سریلانکار سره لري، چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د افغانستان پر وخت یوه نیمه بجه پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com