جنرال فیض حمید خپله دنده پرېږدي

7 قوس 1401 ساعت 11:26

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د پېښور قول اردو قوماندان جنرال فيض حميد په پوځ کې دنده پرېږدي.


پاکستانۍ رسنۍ وايي، د پېښور قول اردو قوماندان جنرال فيض حميد په پوځ کې دنده پرېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، حميد دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې چې جنرال عاصم منير د پاکستان د پوځ مشرۍ ته غوره شو.
ویل کېږي، د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف او ځينو نورو ګوندونو غوښتل چې فيض حميد د پوځ مشر وټاکل شي.

نوموړی په هغو څلورو کسانو کې شامل و چې د پوځ مشرۍ ته نوماندان وو او لېست يې لومړي وزير شهباز شريف ور استول شوی و.

شريف د دوی له منځه جنرال عاصم منير د پوځ مشرۍ ته غوره کړ.

فيض حميد ته نږدې سرچينو ويلي، فيض حميد جنرال عاصم ته د سلامي کولو پر ځای استعفا غوره بولي.

فيض حميد پخوا د عمران خان له لوري د ای اېس ای مشر ټاکل شوی و او اټکل کېده چې د باجوه پر ځای به د پوځ مشر وټاکل شي.

پر هغه د پاکستان په سياسي چارو کې د لاسوهنې ګڼ تورونه پورې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156089

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156089/

جمهور
  https://www.jomhornews.com