د هرات امنیتي غونډه نن په تاجکستان کې پیلېږي

8 قوس 1401 ساعت 8:44

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی چې د هرات د امنيتي خبرو اترو لسمه غونډه به نن په تاجکستان کې پیل شي.


د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی چې د هرات د امنيتي خبرو اترو لسمه غونډه به نن په تاجکستان کې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه انستېتیوټ پر ټویټر پاڼه ليکلي د هرات د امنيتي خبرو اترو لسمه غونډه به نن او سبا چهارشنبه د لیندۍ ۸ مه د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې جوړه شي.

سرچینې زیاته ړې، د تېرو کلونو د تګلارې پر بنسټ، سږ کال به هم د افغانستان په شخړه کې د ښکېلو او لېوالو هېوادونو کارپوهان او استازي دغه کنفرانس ته راوبلل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د هرات د امنيتي کنفرانسونو د لړۍ اصلي موخه په افغانستان کې د ۵۰ کلنې جګړې د اصلي لاملونو په اړه د لا ښه پوهاوي په موخه د خبرو اترو فضا رامنځته کول دي او هڅه کېږي څو د هېواد، سیمې او له سیمې ورهاخوا د شنونکو او پالیسي جوړوونکو ترمنځ فکري اجماع رامنځته شي.

په دې غونډه کې به يو شمېر نظامي کارپوهان هم برخه واخلي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156102

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156102/

جمهور
  https://www.jomhornews.com