اوچا: تر اوسه مو څه باندې ۲۴ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولې

8 قوس 1401 ساعت 9:08

ملګري ملتونه وايي، د سږني کال په تېرو نهو میاشتو کې یې، په افغانستان کې په ټوله کې ۲۴،۳ میلیونه خلکو ته مرستې رسولې دي.


ملګري ملتونه وايي، د سږني کال په تېرو نهو میاشتو کې یې، په افغانستان کې په ټوله کې ۲۴،۳ میلیونه خلکو ته مرستې رسولې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د سمون ادارې یا اوچا پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې له ۲۱،۷ میلیونه خلکو سره د غذايي موادو، له ۹،۸ میلیونه خلکو سره د اوبو او حفظ الصحې په برخو او له ۵،۲ میلیونه خلکو سره د غذايي تقویې په برخو کې مرستې شوې دي.

اوچا وايي، د اړو خلکو د اړتیاوو د برابرولو لپاره نورې بسپنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

دغه ادارې په دې وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې د بېوزلو خلکو شمېر ۹۷ سلنه زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156107

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156107/

جمهور
  https://www.jomhornews.com