د کورنیو چارو وزارت: د هر ډول نشه توکو کارول ممنوع دي

8 قوس 1401 ساعت 9:13

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له هر ډول نشه یي توکو کار اخیستل او کاروبار د اسلام له نظره حرام دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له هر ډول نشه یي توکو کار اخیستل او کاروبار د اسلام له نظره حرام دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه بیان کې چې پرون د دې وزارت پر ټویټر خپور شوی، ویلي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالحق همکار زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې تر ۴۵ ټنه پورې د نشه یي توکو بېلابېل ډولونه کشف او ضبط شوي دي.

نوموړي ویلي چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتی د هېواد په یوه لوېشت خاوره کې هم کوکنار یا چرس وکري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156108

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com