پولیسو پلازمېنه کابل کې ۹ تنه غله نیولي دي

8 قوس 1401 ساعت 9:44

د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو پلازمېنه کابل ښار کې د غلاو په تور ۹ تنه غله نیولي دي.


د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو پلازمېنه کابل ښار کې د غلاو په تور ۹ تنه غله نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غله د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

د پنځمې امنیتي حوزې  جنايي مدیر مولوي قیوم الله بدري وايي، امنیتي ځواکونو له تېرو دریو ورځو راهیسې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سمیو کې عملیات تر سره کړل.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه غله نیول شوي، چې دوسیې یې بشپړې او ډېر ژر به اړونده ارګانونو ته د قانون د تطبیق لپاره ولېږل شي.

مولوي بدري زیاته کړې، چې دغه کسان له خلکو د موبایلو د غلا، د لارو نیونې او کورونو ته اوښتو په غلاو نیول شوي دي.

د پنځمې امنیتي حوزې مدیر له خلکو وغوښتل، چې له امنیتي ځواکونو سره خپله همغږي لا زیاته او پراخه کړي، تر څو سیمه امن او هغه کسان چې د خلکو د امنیت اخلال کوي ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 156111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com